لنډه کيسه: غلا

ساخت وبلاگ
مور# د بغلان د سیلاب یو تصویرپه وجود خواره ګل مینه، په یوه هیبتناکه کړیکه، اخ زېور مې، د خپلې غېږې ماشوم خپل خاوند ته ورکړ او له کلا سره نږدې د روان سیلاب په لور روانه شوه. دوه درې ښځو راکلکه کړه، دوې ښځې چې تر هغې تکړه او قوي وې په ځمکه ولوېدې او درېيمه هغه شاته شوه. هغې پيڅې بډوهلې او په منډه شوه. په منډه منډه يې په جګ غږ له ځانه سره لګیا شوه: ((ما مه ایساروئ، د زړه ټوټه زیور جان مې یوازې نه پرېږدم. بې له ما به يې ساه وخېږي.))ګلابي څادر يې له سره ولوېد او خټو کې ورک شو. زوی يې د مخامخ کلا له هلکانو سره د دېوال بېخ ته ولاړ و. نه د ګاونډي کلا ته ننوتی شو او نه د سیلاب له وېرې خپلې کلا ته راتلی شو. ګل مینې پر خپل زوی غږ وکړ: (( مور درنه ځار شه، در رسېږم، نور هم د دېوال بېخ ته شه.)) سترګې يې راغلې لاړې. زوی ورښکاره نه شو. منډه يې تېزه کړه. سیلاب په مخه کړه. زورونه يې وهل چې د زوی خوا ته لاړه شي: ((زېور رانه نه شې وړلای.))څه يې ولیدل. له سیلاب سره ور روانه شوه. غږ يې ټپ شو. سبا ته چې خلکو د خټو له منځه جنازې رایستلې، یو سړي د یوې مېرمنې په لیدو چې یو ماشوم يې له سینې سره جوخت نیولی و، چیغه کړه: ((دا زما د زېور او د هغه د مور جنازې دي.))۱۴۰۳.۲.۲۵ +ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۳/۰۱ ساعت 9:22 AM ليکوال صديق الله بدر  |  لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 18 تاريخ : جمعه 11 خرداد 1403 ساعت: 1:46